ایکنانیوز د الاتحاد له قوله راپور راکړ، د شارجې په جوماتونو کې د روژې په مبارکې میاشتې کې د قرآن کریم د حفظ محفلونه د د شارجې د قرآن کریم او نبوی سنت دموسیسې او د اوقافو او د اسلامی چارو د عمومي ادارې په ملګرتیا سره په مختلفو عمرونو کې د کابو ۲۹ زره هلکانو او انجونو په شتون سره ترسره کیږي.
د شارجې د اسلامی چارو ادارې د روژې په مبارکې میاشتې کې د پروګرامو نو د یوې برخې په توګه، دشارجې په مختلفو سیمو کې شل جوماتونه د قرائت داحکامو زده کړې ته ، او لس جوماتونه هم د قرآن کریم د تفسیر او د قرآن د ټکو د مفهمونو د شرحې لپاره مخصوص کړي دي چې د قرآن په علومو کې د جماعت د متخصصو او غوره امامانو د ډلې په وسیله وړاندې کیږي.
دغې ادارې همداراز د ؛ زوم ؛ پلیټ فارم له لارې د ؛الیکټرانیک قرائت : پروګرام هم منظم کړی دی او د قرآئت د تصحیح په زمینې کې انټرنیټي درسونه، په ساده او آسانې رودې سره د ګروهمنو عامو خلکو ته وړاندې کیږي.
د شارجې د اسلامی چارو اداره د خپلو هڅو په دوام کې کوشش کوي ، د شارجې په نورو سیمو کې هم لازیات قرآني محفلونه افتتاح او د جومات د جمې امامان هم د ټولنې د ټولو ډلو او وګړو د استفادې لپاره په جوماتون وکې د حفظ د محفلونو د ترسره کولو لپاره جذب کړي .